ایکنانیوز راپور راکوي،د لیبیا د قرآن د نړیوالو سیالیو په دیارلسم پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهورین نمایندګان اعلان شول او د هغو په اساس،به په دغو سیالیو کې د ایران دوه نمایندګان ګډون وکړي.
د لیبیا هیواد د قرآن نړیوالې سیالۍ د ټول قرآن د حفظ،د عشر په قرائتونو سره د ټول قرآن حفظ او په تفسیر سره د ټول قرآنو د حفظ په درو څانګو کې ترسره کیږی،ددغو سیالیو د ترسره کونې مسئولانو په دوو څانګو کې ایران ته بلنه ورکړې ده چې د ټول قرآن د حفظ په څانګې یو او دغه راز یو نماینده د عشر قرائتونو په څانګې کې یا د له تفسیر سره د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې به برخه واخلي.
په همدې اساس او د قرآن کریم حافظانو او قاریانو ته د دعوت او د لیږدونکي کمیټې د فیصلې په اساس، د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې مجتبی علیرضالو او د عشر په قرائتونو سره د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې هم محمد جواد دلفاني به په دغو سیالیو کې د ایران دنمایندګانو په توګه ګډون وکړي.
د لیبیا د قرآن نړیوالې سیالۍ په دوو مقدماتي او نهائي مرحلو کې ترسره کیږي. مقدماتي مرحله په انټرنیټي بڼه او د روان کال د وري د میاشتې په وروستیو کې، یعني د شوال د میاشتې په وروستیو کې ترسره کیږي. همداراز ددغو سیالیو نهائي مرحله هم د ۱۴۴۷قمری کال په محرم میاشت کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4275974